کندهار (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): د کندهار سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه لاریونوالو په کوږک سیمه کې د سپينبولدک - چمن لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
د سپینبولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ خونې رییس محمدشفیق اڅکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په چمن کې د شاوخوا اته میاشتني پرلت په دوام له درېیو ورځو راهیسې اعتراضونو زور واخیست او په تاوتریخوالي واوښتل.
د هغه په خبره، د تېرې شنبې ورځ پاکستاني ځواکونو پر پرلتکوونکو ډزې وکړې او یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله واړوله چې په غبرګون کې یې پرلتکوونکو له تېرې ورځې راهیسې د سپینبولدک – چمن لار په کوږک سیمه کې د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده.
نوموړي زیاته کړه، پرلتوالو د باروړونکو موټرو ټولو چلوونکو ته خبر ورکړی چې چمن ته دې نه ورځي، هغوی اوس لاره بنده کړې، نو نه ده معلومه چې لاره به کله خوشې شي.
ورته مهال، په چمن کې د پرلتکوونکو یوه مشر منډ ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني پوځیانو پر پرلتکوونکو ډزې کړې، درې کسان یې وژلي او تر شلو ډېر نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې دوی یې په غبرګون کې دغه لویه لار او د چمن کمیسارۍ په ګډون یو شمېر نورې ادارې تړلې دي.
د نوموړي په خبره، تر هغو به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي څو د پاکستان حکومت پر سپينبولدک – چمن دروازه د پاسپورټ او ویزې له شرطه نه وي پر شا شوی.
منډولي وویل: «زموږ دا اته میاشتې دغه غوښتنه ده، پاسپورټ نه منو، غریبان خلک یو، موږ خپله غریبي کوو، د چمن له خلکو هم غوښتنه کوو چې بولدک ته دې په پاسپورټ نه ځي، موږ د دوی مخنیوی کوو، هر څوک که ولیدل شول موږ يې پاسپورټ ورڅيروو.»
پرلتکوونکي وایي، د چمن - کوېټې لویه لار یې په قلعه عبدالله، ځنګل او څو نورو سیمو کې هم تړلې ده.
خو بل لور ته بیا د پاکستان حکومت په ځلونو ویلي، پر سپینبولدک – چمن دروازه هر اوښتونکی کس باید پاسپورټ او ویزه ولري او په دې اړه له خپل دریځه نه تېریږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP