ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۴۴۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۴۴۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

author avatar
6 May 2024 - 17:45
درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۴۴۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې
author avatar
6 May 2024 - 17:45

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په فراه او میدان‌وردګو کې له څه باندې ۳۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په ننګرهار کې له ۱۳۶۹ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت په مرکز او پشترود ولسوالۍ کې له ۱۸۳۳ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

دغه راز د میدان‌وردګو د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې له ۱۲۷۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یادې مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته شوې او هرې کورنۍ ته یې اوړه، غوړي، دال او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړي دي.

د یو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن وايي، په دغه ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو ۱۳۶۹ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

هغه وویل چې یاده مرسته د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې شوې او هر د کورنۍ تر پنځو غړو د کس په سر دوه – دوه زره افغانۍ او له هغه پورته زر- زر افغانۍ ورکړل شوې دي.

Views: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.