کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د پنځمې او وروستۍ لوبې پچه وګټله او لومړی توپاچونه کوي.
دغه لوبې په سریلانکا کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډلمشر د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د پنځمې یو ورځنۍ لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
دغه سیالي نن د افغانستان پر وخت سهار ۹ بجې پیل شوه.
همدارنګه له دې مخکې د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ څلور لوبې ترسره شوې چې درې یې سریلانکا او یوه یې افغانستان ګټلې ده.
د یادونې ده، له یادو سیالیو وروسته به د هېواد الف لوبډله د روانې مې میاشتې په یوولسمه د سریلانکا له الف لوبډلې سره څلور ورځنۍ سیالۍ پیل کړي چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې به د یاد هېواد په پلازمېنه کولمبو کې دوام ومومي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن