پلعلم (پژواک، ۱۹ غويی ۱۴۰۳): د لوګر والي د ا.ا کابینې له یو شمېر سرپرست وزیرانو او د چین له سفیر سره د مسعینک له کان څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغه کان د استخراج چارې دې پيل شي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهابالدین دلاور، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیرخوا، د چین سفیر جاوشینګ، د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني او یو شمېر سیمهییزو چارواکو په دې لیدنه کې ګډون کړی و.
صدیقي زیاته کړه، د لوګر والي د چین اېمسيسي شرکت له مسؤولینو وغوښتل چې ژر تر ژره د عینکو کان د استخراج عملي چارې پيل کړي او له افغانانو سره د شوې هوکړې له مخې د کان چارې پر مخ یوسي.
نوموړي له چیني قراردادي شرکته دا هم غوښتي چې د محمداغې ولسوالۍ د عینکو کان شاوخوا اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د کانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو سرپرستانو هم ټینګار یې وکړ چې د عینکو کان د استخراج چارې دې ګړندۍ شي.
د عینکو مس کان چې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې پروت دی او د سیمې په کچه د مسو ستر کان پېژندل شوی، شاوخوا ۱۶ کاله مخکې د امسيسي چیني کمپنۍ سره یې د استخراج تړون شوی، خو یاده کمپني د بېلابېلو ستونزو له امله تراوسه نه ده توانېدلې چې د مسو عملي استخراج پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP