کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند ده افغانانو سیمه کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې شوې.
دغه مارکېټ چې د خصوصي سکټور په مالي لګښت جوړ شوی، نن د کابل ښارولۍ له خوا پرانیستل شو.
محمداکبر ګذنګ هغه سوداګر چې یاد مارکېټ یې جوړ کړی، پژواک خبري اژانس ته یې وویل چې یاد مارکېټ د ۵۸ تر ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
دی وايي، د دغه مارکېټ جوړولو چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، دغه مارکېټ چې په ۳۳۱ متر مربع ځمکه کې جوړ شوی، شپږ پوړه دی او ۴۹ دوکانونه لري.
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمدخالد سجستاني د یاد مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، دغه مارکېټ د خصوصي سکټور له خوا جوړ شوی او د درېیو کلونو لپاره به یې ګټه خصوصي سکټور اخلي او د کال څه باندې شپږ میلیون افغانۍ عواید به یې د کابل ښاروالۍ ترلاسه کوي.
دی وايي چې له درې کلونو وروسته به دغه مارکېټ بېرته د کابل ښاروالۍ ته سپارل کېږي.
دا په داسې حال ده چې د افغانستان د مالیې وزارت د روانې غویي میاشتې په ۱۶مه د کابل ښار میرویس میدان (کوټهسنګي) سیمه کې هم د ۴،۵ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو خبر ورکړی و.
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن