ګردېز (پژواک، ۱۹ غويی ۱۴۰۳): د پکتیا میرزکې ولسوالۍ کړکین درې ته په لومړي ځل د خلکو په شخصي لګښت د سړک جوړولو چارې پيل شوې.
په یاده دره کې شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند کوي او د ولسوالۍ له مرکزه نږدې ۱۵ کیلومتره واټن لري.
د کړکین درې یوه اوسېدونکي جمعهخان پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه دره ۱۸ کلي لري او شاوخوا اته سوه کورنۍ ژوند پهکې کوي.
هغه وویل چې په تېرو څو کلونو کې یې څو ځلې د سړک جوړولو غوښتنه کړې خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.
هغه زیاته کړه: «د سړک نشتوالي له امله خلک په غرونو کې په ساعتونو مزل کوي څو د ولسوالۍ بازار ته ورسېږي، که څه هم چې اقتصاد مو ضعیف دی خو بیا مو هم تصمیم ونیو چې دغه سړک په شخصي لګښت او چنده جوړوو.»
دغه راز، د کړکين درې يوه بل اوسېدونکي ګل الرحیم هم وويل چې د سړک نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: «کله چې کوم ناروغ پیدا کېږي، خلک یې په کټونو کې د موټر تر ځایه وړي او نور خوراکي توکي او د اړتیا وړ شیان بیا له څارویو په استفادې انتقالوو.»
یادو کسانو ویل چې د چندې په پيسو دغه سړک نه جوړیږي، حکومت او مرستندوی بنسټونه باید په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
همدارنګه د دې سیمې یوه بل اوسېدونکي محمدایوب پژواک ته وویل چې په سیمه کې کلینیک شته خو ډاکټران نه لري.
هغه له روغتیايي مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دوی کلینیک دې فعال کړي او بشپړ درمل او ډاکټران دې هم ورته چمتو کړي.
د یادې سیمې یو شمېر نورو اوسېدونکو هم مخابراتي او ځینې نورې ستونزې یادې کړې او دا یې هم وویل چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو دوی ته مالي زیانونه اړولي دي.
بل لور ته، حکومتي مسوولین هم د یادې سیمې خلکو ستونزې تاييدوي.
د میرزکې ولسوالۍ مرستیال مولوي خالد پژواک ته وویل چې د کړکین درې اوسېدونکي د سړک، مخابراتو، روغتیا او ځینو برخو کې ستونزې لري او سېلابونو هم ورته زیانونه اړولي دي.
هغه زیاته کړه، د یادې سیمې خلکو ټولې ستونزې یې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړې او هیلهمن دي ژر حل شي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو په خپل شخصي لګښت خپلو سیمو ته د سړکونو جوړولو چارې پيل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP