کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان ا.ا د غزې پر رفح ښارګوټي د اسرائیلو بمبارۍ جنګي جنایت او ټولوژنه بولي او یو ځل بیا پر اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي چې د دغه ناورين مخه ونيسي.
د راپورونو له مخې، اسرائیل دوه ورځې مخکې له مصر سره د رفح ښار د ګډې پولې کنټرول ترلاسه کړی او د دغه ښار په ختیځو سیمو کې یې عملیات پیل کړي دي.
راپورونه ښیي چې اسرائیل د حماس غورځنګ له لوري په غزه کې د اوربند په تړاو د وړاندیز شوې طرحې له منلو څو ساعته وروسته پر رفح ښار پرلهپسې بمبارۍ پیل کړې، له مصر سره د رفح پوله په بشپړ ډول تړل شوې، غزې ته د مرستو رسولو بهیر درېدلی او اوس هم د اسرائیل بریدونه روان دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه د اسرائیل بمبارۍ وحشيانه بللې او په سختو ټکو یې غندلې دي.
مجاهد لیکلي: «رفح ښارګوټی چې د غزې په جنوب کې وروستی ښار دی، د تېرو شپږو مياشتو جګړو او بمباريو له کبله د غزې له شمال، مرکزي غزې او خان يونس څخه تر ۱.۴ ميلیونه بېکوره شوي فلسطیني مسلمانان پهکې په خورا بدو شرايطو کې مېشت شوي او په وېره کې ژوند کوي، اوس يو ځل بيا د صهیونیستي رژیم یرغلګرو ځواکونو د ټولو نړۍوالو اصولو خلاف پر ستر جنايت لاس پورې کړی او په خپلو بېرحمانه بمباريو يې بېګناه فلسطيني مسلمانان هدف ګرځولي.»
هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت دغه عمل جنګي جنايت او د فلسطيني مسلمانانو ټولوژنه بولي او یو ځل بیا پر اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي چې د دغه ناورين مخه ونيسي او له هرې ممکنه لارې هڅه وکړي چې د غزې کلابندو مسلمانانو ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسېږي.
ده زیاته کړې: «له بده مرغه تر دې مهاله سيمهييز او نړۍوال اغېزناک دولتونه ونه توانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم له خوا د فلسطینیانو د نسلوژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نه شتون د دې لامل شو چې صهيونيستي رژيم يو ځل بيا د حماس د سولې وړاندیز رد کړي او د غزې پر مظلومو مسلمانانو وحشي بمبار او ځمکني اشغال ته ادامه ورکړي.»
بيبيسي تېره ورځ په غزه کې د حماس روغتیايي چارواکو له قوله ویلي چې د اسرائیل د تېرې ورځې او شپې په بریدونو کې ۵۴ کسانو ژوند بایللی او ۱۰۰ نور ټپیان دي. سرچینه زیاتوي چې په غزه کې د اسرائیل د جګړې په پایله کې د وژل شوو کسانو ټول شمېر ۳۴۷۸۹ تنو ته رسېدلی دی.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن