کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): رییسالوزراء د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، د مرستندویه ادارو مسوولیت جوړېږي چې له افغانستان سره په روغتیایي، اقتصادي، بیارغونې او نورو برخو کې خپلې مرستې تر پخوا زیاتې او چټکې کړي.
ارګ نن پر خپله اېکسپاڼه د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخوند د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی دی.
سرچینې لیکلي چې رییسالوزراء په افغانستان کې د مرستهکوونکو سازمانونو مسوولیت خورا مهم او دروند بللی او زیاته کړې یې ده چې د مرستندویه ادارو مسوولیت جوړېږي چې په روغتیایي، اقتصادي، بیارغونې او نورو بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې تر پخوا ډېرې او چټکې کړي.
هغه ویلي چې اسلامي امارت د ټولو مرستندویه سازمانونو فعالیت ته زمینه برابره کړې، د هغوی امنیت او مصؤنیت ته یې جدي توجه کړې او ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کوي.
ملا محمد حسن اخوند همدارنګه زیاته کړې: «د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت پر ټولو شتمنو هېوادوالو، مرستندویه بنسټونو او سازمانونو غږ کوم چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې کلک ملاتړ وکړي، د دې ټولنې حمایه کول په اصل کې د هېواد د بېوزلو، بېکوره او محتاجو هېوادوالو حمایت دی چې زموږ ټولو ګډ مسوولیت ګڼل کېږي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP