ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې د پسه غوښه په کیلو کې سل افغانۍ لوړه شوې ده

8 May 2024 - 16:52
8 May 2024 - 16:52

فراه ښار (پژواک، ۱۹ غويي ۱۴۰۳): د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پسه يوې کيلو غوښې بيه له ۳۵۰ څخه ۴۵۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

بلخوا، د فراه حکومتي مسوولین وايي، سږ کال ورښتونه ډېر شوي، کال اباد دی، خلک تر ډېره خپل څاروي نه پلوري نو ځکه يې د غوښې نرخونه هم لوړ شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د فراه ښار یوه اوسېدونکي اصیل محمد پاڅون پژواک ته وویل چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې په دغه ولایت کې د پسه غوښې نرخونه لوړ شوي دي.

هغه وویل چې پخوا د پسه یوه کیلو غوښه په ۳۵۰ افغانۍ وه خو اوس ۴۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دغه راز، د فراه ښار لومړۍ ناحیې اوسېدونکي ابراهیم هم ورته څرګندونې وکړې، ویې ویل چې حکومتي مسوولین باید د غوښې او نورو توکو نرخونه کنټرول کړي.

همدارنګه په فراه کې یوه قصاب عبدالناصر هم پژواک ته ومنله چې په دې وروستیو د غوښې بیه لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، مخکې یې د پسه یوه کیلو غوښه په ۳۸۰ افغانۍ پلورله خو اوس یې نرخ ۴۳۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.

عبدالناصر زیاتوي چې د غوښې دقیق نرخ معلوم نه وي، کله کښته او کله هم پورته کېږي.

دغه راز د اړوندې موضوع په اړه د فراه ښاروال محمدولي ادریس پژواک ته وویل، سږ کال ورښتونه ډېر شوي، کال اباد دی، خلک تر ډېره خپل څاروي نه پلوري نو ځکه يې د غوښې نرخ هم لوړ شوی دی.

ښاروال هم وايي چې مخکې د پسه د یوې کیلو غوښې بیه ۳۸۰ افغانۍ وه خو اوس ۴۳۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

ده وویل، دوی نرخنامې ټاکلې، نرخونه کنټرولوي، هیڅوک نه شي کولای پر خپل سر توکو ته نرخونه وټاکي.

خو پژواک چې په فراه کې له څو قصابیانو پوښتلي یوه هم د پسه غوښه له ۴۵۰ افغانیو په کمه بیه نه پلورله.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version