ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قوش‌تېپې جام سیالۍ؛ مس عینک، سپین‌غر ته او بُست بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه

قوش‌تېپې جام سیالۍ؛ مس عینک، سپین‌غر ته او بُست بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه

author avatar
9 May 2024 - 18:10
قوش‌تېپې جام سیالۍ؛ مس عینک، سپین‌غر ته او بُست بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه
author avatar
9 May 2024 - 18:10

کابل (پژواک، ۲۰غویی ۱۴۰۳): د قوش‌تېپې جام سیالیو په لړ کې مس عینک لوبډلې سپین غر ته او بُست لوبډلې بیا بند امیر ته ماتې ورکړه.

په دغو سیالیو کې نن لومړۍ لوبه د سپین‌غر او مس‌عینک زون لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دې لوبه کې د سپین غر لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې جوړې کړې.

په توپوهنه کې د سپین غر لوبډلې له لوري عصمت عالم ۳۸، سمیع‌الله شینواري ۳۲ او یوسف شاه ۱۶ مندې وکړې.

همدارنګه په توپ‌اچونه کې د مس عینک لوبډلې له لوري ضیاالرحمن دوه، محمدریاض، وحید الله ځدراڼ او یما عرب د سپین‌غر لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.

بلخوا بیا د مس عینک لوبډلې یاد هدف په شلم اوور کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د سپین غر لوبډلې ته یې د یوې ویکټې په توپیر ماتې ورکړه.

د مس عینک لوبډلې له لوري افسر ځاځي ۵۴، محب تسکین ۲۲ او برکت‌الله ابراهیم ۱۷ منډې وکړې.

د سپین غر لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې افتاب عالم څلور، نصیر خان دوه، بریداحمد او بابر خان د مس عینک لوبډلې یو – یو لوبغاړی وسوځول.

دغه‌راز، د قوش‌تېپې جام سیالیو نننۍ دویمه لوبه د بند امیر او بست زون لوبډلو ترمنځ وشوه.

په یاده سیالۍ کې د بست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ‎۲۳۷ منډې وکړې.

د بست لوبډلې له لوري په توپوهنه کې نعمان شاه ۸۶، حضرت الله ځاځي ۶۴، نجیب الله ځدراڼ ۵۳ او رحمت شاه ۲۰ منډې وکړې.

بلخوا، د بند امیر لوبدلې یاد هدف پوره نه شو کړای او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په شل اوورونو کې ۲۱۹  منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې بست لوبډلې ته لوبه وبایلله.

د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې شمس‌الرحمن ۸۴، صدیق‌الله اتل ۶۳، هارون خان ۲۹ او محمداصف ۲۳ منډې وکړې.

دغه‌راز د بست لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې ناصر جمال دوه، بشیراحمد، فریدون، سمیع‌الله او عاقل خان د بند امیر لوبډلې یو – یو لوبغاړی وسوځول.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.