ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 هرات کې په انلاین سوداګرۍ کې بوختې ښځې د کاروبار د ودې لپاره روزنیز پروګرامونه غواړي

 هرات کې په انلاین سوداګرۍ کې بوختې ښځې د کاروبار د ودې لپاره روزنیز پروګرامونه غواړي

author avatar
9 May 2024 - 15:35
 هرات کې په انلاین سوداګرۍ کې بوختې ښځې د کاروبار د ودې لپاره روزنیز پروګرامونه غواړي
author avatar
9 May 2024 - 15:35

هرات (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): هرات کې یو شمېر هغه ښځې چې انلاین سوداګرۍ ته یې مخه کړې وایي، انلاین پلورنځي د یوې نوې پدیدې په توګه کولی شي د کاروبار بازار غوړېدا کې اغېزناک وي او باید هغه ښځې چې په دې برخې کې فعالیت کوي، وروزل شي.

دا چې د ټکنالوجي او انټرنېټ پرمختګ په نړۍواله سوداګرۍ کې د یوې اغېزناکې وسیلې په توګه وده کړې ده، په افغانستان کې هم دغه بهیر دود شوی او د ودې په حال کې دی، په ځانګړې توګه په هرات ښار کې د انټرنټ پراختیا مستقیمې اغېزې کاروباریان په تېره بیا ښځې هڅولې څو دغه سوداګري تجربه کړي.

په دغه ولایت کې د انلاین پلورنځیو ډېرېدا یوه د دغو بدلونونو له پایلو ده چې پر ځایي بازارونو یې مثبت اغېز کړی و په دغه ولایت کې د انلاین پلورنځيو ډېرېدل د دې لامل شوي څو مسوولین یې دغه سوداګري په تخصصي ډول زده کړي.

عاطفه جامي چې په مجازي نړۍ کې د خپلو ګرافیګي او هنري کارونو پر پلور او فعالیت بوخته ده، پژواک خبري اژانس ته وویل، پنځه کاله کېږي چې انلاین بازار کې یې فعالیت پیل کړی او په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په هرات کې ډېری ښځو دغه کار ته مخه کړې ده.

هغې زیاته کړه، انلاین کار‌وبار د ښځو لپاره مناسبه بوختیا ده، خو په افغانستان کې دغه کار ډېر ستونزمن دی؛ ځکه چې اوس هم خلک له دغه کار سره بلدتیا نه لري، دغه کار هراړخیزې ودې او کار ته اړتیا لري.

جامي وویل، دې د دغه کار په پیل کې هيڅ سرمایه نه درلوده، خو اوس توانېدلې چې پر جامو او ګیلاسونو د چاپ برخو کې بېلابېل ماشینونه د ځان لپاره چمتو کړي او له ټولنیزو شبکو لکه فېسبوک، واټسپ او تلګرامه په استفادې د خپلو محصولاتو لپاره پېرېدونکي جذب کړي.

هرات ښار کې یوې بلې انلاین پلورونکې پریسا الهامي پژواک ته وویل، دوه کاله کېږي چې دې برخه کې فعالیت کوي، له دې سره یو شمېر نورې ښځې د جامو، دستکولونو، بوټونو، د کور،  پخلنځي  او ارایشي لوازمو د پلور برخه کې فعالیت لري.

نوموړې له مسوولینو د انلاین پلورنې برخه کې د روزنیزو پروګرامونو ترسره کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه پروګرامونه به په دغه ولایت کې د انلاین سوداګرۍ د ودې لامل شي او له دې لارې به ډېرې ښځې د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

ورته مهال، د هرات پوهنتون یوه محصله خاطره جامي وايي چې د پوهنتون له وخته تر اوسه څلور کاله کېږي چې په دې برخه کې فعالیت کوي او د انلاین پلورنې برخه کې له خپلو ورځنيو فعالیتونو راضي ده.

نوموړې زیاته کړه چې پلور یې نسبت پخوا ته ښه شوی، په کور کې یې یوازې درې کسان د انلاین پلورنې برخه کې بوخت دي.

دغه راز، د اقتصادي چارو پوهان په هرات کې د انلاین پلورنځيو ډېرېدل توکو ته د بازارموندنې لپاره غوره لار بولي.

د اقتصادي چارو یوه کارپوه محمد‌حارث شریفي پژواک ته وویل چې انلاین پلورنځي په ځانګړې توګه د ښځو لپاره یو مناسب او کم ‌لګښته کار دی، هغوی کولی شي له خپلو کورونو سوداګریز فعالیت ولري، له دې پرته په اوسنیو شرایطو کې هغه ښځې چې وړتیا ولري، کولی شي د عاید یو ښه انتخاب ولري، هغه هم په کور کې.

شریفي زیاته کړه، که انلاین پلورنه په حقيقي ډول نه وي او د هغه کیفیت هم ښه نه وي، نه یوازې دا چې وده به و نه‌کړي، بلکې د خلکو اعتبار به هم له لاسه ورکړي.

د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په هرات کې د انلاین پلورنځيو دقیق شمېر له دوی سره نشته، د انلاین پلورنځيو له ټولو مسوولینو غواړي چې ځانونه له دې خونې سره ثبت کړي څو په راتلونکي کې له رونیزو پروګرامونو برخمن شي.

د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه بهناز سلجوقي وایي چې په دې وروستیو کې هرات کې انلاین پلورنځي ډېر شوي، د دوی اداره غواړي چې د دې برخې ټول فعالین له ځان سره ثبت کړي څو په راتلونکي کې د دې ادارې له ملاتړه برخمن شي.

یاده اداره وایي، که انلاین پلورنځي له دې ادارې ثبت وي او له اړوندو ادارو جواز ترلاسه کړي، کېدای شي د سوداګرۍ د ودې لپاره اغېزناک تمام شي.

Views: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.