Pajhwok Afghan News

زابل کې د پخواني ماین چاودنې شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

کلات (پژواک، ٢٢ غویی ١٤٠٣): د زابل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په ارهډ مانده سیمه کې پر ماشومانو یوه پخواني ماین چاودنه کړې چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن د جمعې په ورځ رامنځ ته شوې.

د هغه په وینا، په سیمه کې تازه کرنیزه ځمکه په تراکتور اړول شوې وه او یو پخوانی ماین رابرسېره شوی وو چې بیا ماشومانو موندلی او پر هغوی یې چاودنه کړې.

ده زیاته کړه، ټپيان شوي ماشومان د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي خو د روغتیايي حالت په اړه یې لا معلومات نشته.

پخواني ماینونه او ناچاوده توکې هغه څه دي چې د زابل تر څنګ لا هم په ډېری ولایتونو کې د خلکو ژوند ته ګواښ دی او اکثره وخت یې ماشومان قرباني وي

Views: 23

Exit mobile version