ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې ده

هلمند کې کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې ده

author avatar
11 May 2024 - 12:07
هلمند کې کروندګرو د انجې کرلو ته مخه کړې ده
author avatar
11 May 2024 - 12:07

لښکرګاه (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو تازه د انجې کرلو ته مخه کړې او زیاتوي چې د انجې ګټه د کوکنارو په نسبت درې برابره ډېره ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پلان او پروګرامونو همغږۍ مدیر شفیق‌الله مبین پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د انجې کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې او زیاته یې کړه چې د تېر کال په پرتله یې په کښت کې ۱۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

نوموړي وویل: «د انجې کښت درېیو کلونو کې په حاصل راځي، له هغه ورسته پر یو جریب ځمکه ۱۸۰ کیلوګرامه حاصل ورکوي او د کوکنارو په پرتله یې ګټه درې برابره زیاته ده. «

میبن زیاته کړه، یوه کيلو انجه په بازار کې له لس زره تر ۱۴ زره افغانیو پلورل کېږي.

د هغه په خبره، دوی په دې هڅه کې دي چې کروندګر نور هم د انجې کرلو ته وهڅوي.

ورته مهال، هغه کرونګر چې انجه یې کرلې خوښ او هیله‌من دي چې ښه حاصل به ترلاسه کړي.

د نهرالسراج ولسوالۍ د سرکار سیمې یو کرندګر ننګیالی هلمند چې پر شاوخوا ۲۰ جریب ځمکه یې انجه کرلې وايي: «درې کاله یې پوره شوي، اوس پر حاصل راغلې ده، نو زما په فکر که نور خلک هم د انجې کرلو ته مخه کړي، اقتصاد به یې پر پښو ودرېږي، تر کوکنارو او نورو غلو دانو یې ګټه زیاته ده او تمه لرو تر نورو حاصلاتو په دې کې ګټه ډېره راته پاتې شي.»

انجه چې کرنه یې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په شمال او سوېلي ولایتونو کې دود شوې، په بهر کې ښه بازار لري او تر ډېره په طبابت کې استفاده کېږي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.