کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د باریټو او د کابل د جګدلک یاقوتو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس تړونونه د څه باندې ۳۳ میلیون ډالرو په ارزښت له دوو داخلي شرکتونو سره لاسلیک کړل.
دغه تړونونه نن په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شيخ شهابالدین دلاور او د یادو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په دې اړه په کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه تړونونه له یادو شرکتونو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شوي دي.
دی وايي، لومړی تړون د هرات په مرکز کې د باریټو کان دی چې ۵،۷ کیلومتر مربع مساحت لري او د قراردادي شرکت له خوا په کې ۵،۹۹۰ میلیون ډالر پانګونه کېږي.
هغه زیاته کړه، په دغه کان کې د حکومت ونډه ۵۰ سلنه ده.
باریټ یو ډول منرال دی چې د نفت او ګازو په څاګانو کې ترې کال اخیستل کېږي او په هېواد کې په ډېره اندازه موجود دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست زیاته کړه، دویم تړون د کابل سروبي ولسوالۍ د یاقوتو کان دی چې ۶،۸ کیلومتر مربع مساحت لري او د قراردادي شرکت له خوا په کې ۲۷،۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي.
د هغه په وینا، په دغه کان کې د حکومت ونډه ۴۴ سلنه ده.
د دلاور په خبره، د یادو کانونو ټول پروسس به په افغانستان کې کېږي.
د دلاور د معلوماتو له مخې، که قراردادي شرکتونه دوه میاشتې له موجه دلیل پرته د یادو کانونو د استخراج چارو کې خنډ راولي، تړونونه ورسره فسخه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP