د کابل د جګدلک د یاقوتو او د هرات د باریټو کانونه په قرارداد ورکړل شول
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات د باریټو او د کابل د جګدلک یاقوتو کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس تړونونه د څه باندې ۳۳ میلیون ډالرو په ارزښت له دوو داخلي شرکتونو سره لاسلیک کړل.


