Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا برادر بغلان ته تللی

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): اقتصادي معاونیت وایي چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر بغلان ولایت ته تللی دی.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بغلان له ولایتي مسوولینو، د ژغورنې ټیمونو او مرستندویه ادارو له استازو سره د غویي په ۲۳مه د بغلان ولایت په مقام کې وکتل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو عاجلې درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمه‌ییزو مسوولینو او اړوندو مرستندویه ادارو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سرچینې لیکلي، ملا برادر تېره شپه بغلان ولایت ته له رسېدو سره سم له سیمه‌ییزو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل چې پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون له لوري د ژغورنې، روغتیا او ټپیانو د درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو رسولو، سرپناه برابرولو او د مرستو جلب او جذب چارې پیل شوې او همدارنګه د تکفین او تدفین په موخه جوړو شوو کمېټو پر فعالیت پیل کړی دی.

ملا برادر داسې مهال بغلان ته سفر کوي چې د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي بېګا ناوخته ویلي وو، د بغلان په بورکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۱۳۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د مرکزي بغلان په شیخ‌جلال کلي، د سولې په شهرک او د برکې ولسوالۍ په شر شر کلي کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ تنه مړه شوي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي او دغه راز ۲۶۶۵ کورونه په کلي او قسمي توګه ویجاړ او ۱۰۰۰ څاروي تلف شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.