ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد څو ولایتونو کې خونړي سېلابونه؛ د نړۍوالو بنسټونو غبرګون او سېلاب‌ځپلو سره د ځینو کسانو مرستې

د هېواد څو ولایتونو کې خونړي سېلابونه؛ د نړۍوالو بنسټونو غبرګون او سېلاب‌ځپلو سره د ځینو کسانو مرستې

author avatar
12 May 2024 - 15:41
د هېواد څو ولایتونو کې خونړي سېلابونه؛ د نړۍوالو بنسټونو غبرګون او سېلاب‌ځپلو سره د ځینو کسانو مرستې
author avatar
12 May 2024 - 15:41

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): یو شمېر نړۍوالو بنسټونو د هېواد ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول بغلان کې د سېلاب‌ځپلو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې، بلخوا ‎ځینو اشخاصو له دغو سېلاب‌ځپلو سره نغدي مرستې اعلان کړې دي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (IRC) رییسې سلما بن ایسا ویلي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو د اضطراري بشري مرستو جدي اړتیا رامنځته کړې ده.

یادې کمېټې دغه راز زیاته کړې چې په افغانستان کې د راغلو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۵۰ کسان مړه شوي او زرګونه نور خدماتو ته د نه لاسرسي له امله سرګردان دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې په بغلان، غور، کندوز، بدخشان، سمنګان، بادغیس او تخار ولایتونو کې خلکو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو ترڅنګ زیربناوې لکه سړکونه او د برېښنا مزي هم له منځه تللي دي.‎

د ژغورنې نړۍواله کمېټه په اغېزمنو سیمو کې د بېړنۍ مرستو زیاتولو لپاره چمتووالی نیسي.

په راپور کې راغلي: «‎دا باید د نړۍ رهبرانو او نړۍوالو مرسته‌کوونکو ته د خطر زنګ وي؛ موږ له دوی غواړو چې په دغه کړکېچن نړۍوال وضعیت کې افغانستان هېر نه کړي، افغانان اوس تر بل هر وخت زموږ ملاتړ ته اړتیا لري.»

د اسلامي همکاریو سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې یې له سېلاب‌ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ زیاته کړې چې انساني مرګ‌ژوبله د پام وړ ده او ښايي نوره هم زیاته شي.

دغه سازمان له ټولو غړو او د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندويه بنستونو غوښتي ‎څو ژر تر ژره په افغانستان کې له سېلاب‌ځپلو سره د ژوند ژغورنې په موخه مرستې ترسره کړي.

د عزیزي بانک مالک میرویس عزیزي هم په یوه پیغام کې پر اېکس‌پاڼه لیکلي، وروستیو سېلابونو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه بغلان کې ویجاړۍ او ځاني تلفات اړولي دي.

هغه څرګنده کړې، د مرګ‌ژوبلې او زيانونو کچې ته په کتو یې پرېکړه کړې چې ټپيانو او مستحقو کورنيو ته د عزيزي بنسټ له لوري د پنځوس ميليون افغانيو په ارزښت بېړنۍ بشري مرستې ورسول شي.

هغه زیاته کړې: «په همدې موخه مې خپل ورور همایون عزیزي ته دنده سپارلې څو په بېړني ډول بغلان ته مرستندوی ټیم واستوي.»

ورته مهال، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشدخان هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

هغه څرګنده کړې: «دا مرستې به زما د خیریه موسسې له لارې اړمنو کسانو ته ووېشل شي، موږ به تر ۱۵ ورځو پورې هره ورځ سېلاب‌ځپلو ته خوراکي توکي برابر کړو، هیله ده نور هېوادوال هم مرسته وکړي.»

نوموړي له نورو هېوادوالو غوښتي څو په دغو شرایطو کې له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړي.

د پېښور زلمي کرکټ لوبډلې مالک جاوېد افریدي هم پر فېسبوک‌پاڼه د پیغام خپرولو له لارې د افغانستان له سېلاب‌ځپلو سره د ۱۰ میلیون افغانیو مرستې خبر ورکړی دی.

بلخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام هم لیکلي چې پاتې کسانو ته د غني شوو بیسکېټو وېشلو په حال کې دي.

همدارنګه، د افغانستان کرکټ ملي ټیم لوبغاړي محمدنبي عیسی‌خېل هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، خیریه بنسټ یې په انلاین توګه د افغانستان بېلابېلو سیمو کې سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو ټولولو په حال کې دی.

د ماشومانو ژغورنې نړۍوال صندوق هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د ماشومانو او د هغوی د کورنیو ملاتړ لپاره یو ګرځنده روغتیايي مرکز چې د ژغورنې ډله او نور تجهیزات لري، بغلان ته لېږي.

د یاد سازمان په وینا، د بغلان په پنځو ولسوالیو کې شاوخوا ۶۰۰ زره کسان د سېلاب تر اغېر لاندې راغلي چې ۳۱۰ زره یې ماشومان دي.

د بحران مدیریت په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنر یانز لنارچیج پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، افغانستان کې د سېلاب‌ځپلو وضعیت له نږدې څاري.

نوموړي څرګنده کړې: «موږ د اروپايي ټولنې د بېړنیو مرستو دوام ته چمتو یو.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه هېواد په دې سخت پړاو کې د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو سېلابونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د دولتي بنسټونو له لوري د مرګ‌ژوبلې بېلابېلې شمېرې خپرې شوې خو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه تازه خبر کې مرکزي بغلان او بورکې ولسوالیو ته د بغلان د کډوالو چارو د رییس محمدابراهیم عمري د سفر خبر ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې، د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شهرک صلح او شیخ جلال سیمو او د بورکې ولسوالۍ په شرشر کلي کې د سېلاب له امله ۳۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، یو زر او ۶۳۰ کسان ټپیان شوي، دوه زره او ۶۶۵ کورونه په کلي او جزیي توکه نړېدلي او زر څاروي تلف شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.