کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په بغلان کې له سېلابځپلو سره لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت به تر هغه د هغوی ترڅنګ ولاړ وي څو یې ژوند بېرته عادي حالت ته نه وي راغلی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخند بغلان ته د سفر په ترڅ کې نن په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله له زیانمن شوو خلکو سره وکتل او هغوی ته یې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
هغه وویل: «په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله زموږ هېوادوالو ته درانه ځاني تلفات او مالي زیانونه اوښتي، موږ پر دې غمیزه خواشیني څرګندوو، شهیدانو ته جنتالفردوس، قریبانو ته یې جمیل صبر او زخمیانو ته د الله تعالی له درباره د عاجلې شفاء غوښتونکي یو.»
نوموړي زیاته کړې، د دې لویې غمیزې له خبرېدو سره سم پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون بېړنۍ غونډه راوبلله.
هغه زیاته کړه، د بغلان په ګډون په تخار، فاریاب، بدخشان او غور ولایتونو کې د زیانمن شوو خلکو د ژغورنې او هغوی ته د لازمو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو، اقتصاد، روغتیا، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارتونو او سرې میاشتې په مشرۍ بېلابېلې کمېټې وټاکلې او دنده ورته وسپارل شوه چې ژر تر ژره دې زیانمن شوو ته مرستې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د بغلان خلکو ته وویل: «زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې ترڅنګ ولاړ دی څو مو ژوند عادي حالت ته راوګرځي.»
ملا برادر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، اسلامي امارت د متضرر شوو خلکو ژغورلو لپاره ټول شته امکانات په کار اچولي، ټول اړوند وزارتونه او ادارې پر دې بوختې دي چې بېړنۍ مرستې ورته ورسوي.
ملا برادر زیانمنو خلکو ته ډاډ ورکړ چې راټولې شوې مرستې به په شفاف ډول ووېشل شي.
نوموړي پر ټولو ملي سوداګرو، شتمنو هېوادوالو، خیریه بنسټونو، موسسو او ادارو غږ وکړ چې په دغه سخت وضعیت کې د زیانمن شوو افغانانو لاسنیوی وکړي او خپلې مرستې ونه سپموي.
دغه راز، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرسرت خلیلالرحمن حقاني بغلان ته د سفر په ترڅ کې د مرکزي بغلان، نهرین او بورکې سیمو له سېلابځپلو سره لیدنه کې ویلي، د ټولو ملکي او نظامي ادارو کاري ټیمونه لاس په کار دي او چمتو دي چې ټولو زیانمنو سیمو ته خپل خدمات ورسوي.
حقاني د سېلابونو له امله زیانمن شوو کورنیو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی.
هغه زیاته کړې: «موږ یوازې د مېز پر سر لاپې نه وهو، بلکې څومره امکانات چې موږ یې په لاس کې لرو، د زیانمنو کورنیو لاسنیوی پرې کوو.»
که څه هم د بغلان د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو په اړه بېلابېلې ادارې مختلف ارقام وړاندې کوي، خو نن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې بغلان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۳۱۵ کسان مړه کړي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP