ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپیان شوي

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپیان شوي

author avatar
13 May 2024 - 12:02
پروان کې د ترافیکي پېښې له امله لس کسان ټپیان شوي
author avatar
13 May 2024 - 12:02

چاریکار (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه واده د ګډونوالو موټر چپه شوی چې له امله یې لس ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي، پرون ناوخته (یکشنبه) د دغه ولایت څلورمې امنیتي حوزې په خواجه‌سیاران سیمه کې ترافیکي پېښه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، یو هینو لارۍ موټر هغه مهال له سړکه ووت او د یوه کور له دېوال سره وجنګېد چې د یوه واده مراسمو ګډونوال په کې سپاره وو.

خبرپاڼه کې راغلي، په یاده پېښه کې د څلورو ښځو او شپږو ماشومانو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې ټپیان د ځايي خلکو او مسوولینو له لوري د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.