Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې ناپېژانده کسانو یو سپین‌ږیری وژلی

مزارشریف (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یو سپین‌ږیری د بېل په ګوزارونو وژلی دی.

د بلخ امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د دغه ولایت دهدادي ولسوالۍ  د چهل ګزي کلي اوسېدونکی ۶۷ کلن محمداکرم د نامعلومو کسانو له خوا د بېلچې په ګوزارونو وژل شوی او قاتلین د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دی خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.