ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي

ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي

author avatar
13 May 2024 - 10:22
ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي
author avatar
13 May 2024 - 10:22

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۳): د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، ازبکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی اوغواړي د ا.ا په ملتیا اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره روځ د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف په مشرۍ د ياد هېواد له لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.

د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر وايي، د افغانستان او ازبکستان د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د پخوانیو تړونونو د عملي چارو پیل، په افغانستان کې د ازبکستان خصوصي سکټور او حکومت نوې پانګونه او په یو شمېر نورو برخو کې د تړونونو لاسلیک، کابل ته د دغه پلاوي د راتګ موخې دي.

په راغلي پلاوي کې د ازبکستان ترانسپورټ وزیر سربېره د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشوف، د ازبکستان د رېل پټلۍ او د پانګونې ادارو مرستیالانو او د رېل پټلۍ برخه کې د تاشکند تخنيکي ډله ګډون لري او افغان پانګوال زمري کامګار هم حضوردرلود.

د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده او زیاته یې کړه، تاشکند له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

نوموړي وويل، ازبکستان له افغانستان سره د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دی او زیاته يې کړه، د ازبکستان د تخنیکي ډلې د راتګ موخه په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو موندل او د افغان - ټرانس رېل پټلۍ پروژې د عملي چارو پیل دی.

هغه وویل: «د کابل او تاشکند د ترانسپورټ او سوداګرۍ راکړې ورکړې کچه اووه برابره لوړه شوې، هڅه کوو د اسلامي امارت اړوندو ادارو سره په همغږۍ او همکارۍ د حیرتان بندر کاري مهالوېش ۲۴ ساعتونو ته لوړ کړو.»

دی وايي، هېواد يې د افغانستان له امن پوره ډاډمن دی او غواړي د اسلامي امارت په ملتیا اوږدمهاله اقتصادي پروژې پیل کړي.

هغه زیاته کړه، پر حکومت سربېره د دوی پانګه‌وال هم حاضر دي چې د نفتو په استخراج او نورو کاني برخو کې پانګونه وکړي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي په دغه لیدنه کې د خپل هېواد له خوا په افغانستان کې له ډبرو سکرو د برېښنا تولید او سمنټو برخو کې د پانګونې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د دواړو لوریو همکاري کولای شي لا ډېر اقتصادي فرصتونه رامنځته او د سیمې په کچه د افغانستان ترانزیټ ته وده ورکړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په بېلابېلو برخو کې د تاشکند له همکاریو او مرستو په مننې وویل، اسلامي امارت له ازبکستان سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اړیکو پراختیا ته پوره چمتووالی لري.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال دا ډول ناستې او د پلاویو تګ راتګ د سیاسي پرمختګونو او سوداګرۍ لپاره ګټور وباله او راغلي پلاوي ته يې ډاډ ورکړ چې افغان حکومت د پانګونې په موخه بهرنیو سوداګرو او په ځانګړي ډول د ازبکستان پانګه‌والو ته هر راز اسانتیاوې برابروي.

مولوي عبدالکبیر افغان - ټرانس پروژه له کابل او تاشکند سربېره د ټولې سیمې په ګټه وبلله، ویې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک پر مټ سره وتړي او په دې برخه کې د ازبکستان همکاري خورا اغېزناکه ده.

نوموړي د کابل او تاشکند ګډې هڅې د سیمې د ثبات ترڅنګ د اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې.

مولوي عبدالکبیر همداراز افغان پانګه‌وال زمری کامګار په هېواد کې لا زياتې پانګونې ته وهڅاوه او ویې ویل، ا.ا ټولو سوداګرو او پانګه‌والو ته د قدر په سترګه ګوري او حکومت د هغوی د امنيت او پانګې تضمين کوي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت تېره ورځ پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملاحمید الله اخوندزاده د ازبکستان د ترانسپورټ له وزیر الهام محکموف او د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف او ورسره مل پلاوي سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې چې د مالیې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې استازو هم ګډون درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر باروړونکو موټرو د لګښت کمولو، حیرتان بندر کې ۲۴ ساعته خدمتونو، افغان موټر چلوونکو ته د ویزو اسانتيا او افغان ټرانس پروژې پلي کولو په اړه خبرې وشوې.

همدارنګه د ستونزو حل په موخه د دواړو هېوادونو ګډ تخنیکي ټیم پر ټاکلو هوکړه وشوه.

دغه راز د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي چې له ازبکستان سره به ترانسپورټي او ټرانزیټي اړيکې لا پراخې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.