ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه ایراني چارواکي له اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې

یوه ایراني چارواکي له اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې

author avatar
14 May 2024 - 13:50
یوه ایراني چارواکي له اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې
author avatar
14 May 2024 - 13:50

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې او د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان د ثبات او مرستو پراخولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د دریځ همغږي‌کولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ راغلي: «په دې ناسته کې زموږ د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي باقري ویلي چې افغانستان ته د امریکایانو د راتګ او بېرته وتلو شرایطو ته په کتو دې نتیجې ته رسېږو چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور څومره د افغانستان د بې‌ثباتۍ، د ترهګرۍ ګواښ او د نشه‌یي توکو د تولید ډېرېدو لپاره موثره و.»

سرچینه زیاتوي، باقري ویلي چې په افغانستان کې د نړۍوالو سازمانونو کړنې باید داسې وي چې د خلکو د ګټو او امنیت تامین، د دغه هېواد پراختیا او د خلکو ژوند ښه‌کېدو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د هغه په خبره، هغو افغانانو چې ایران او نورو بهرنیو هېوادونو کې یې زده‌کړې کړي او افغانستان ته ستانه شوي، باید د افغانستان جوړولو لپاره له دغو ظرفیتونو څخه د استفادې لازمه زمینه برابره شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د هغو زیانونو جبران په اړه چې تېرو دوو لسیزو کې یې د افغانستان او سیمې خلکو ته اړولي، د لوېدیځ په ځانګړي ډول د امریکا مسوولیت ته په اشارې افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کېدو بهیر کې د ملګرو ملتونو پر رغنده رول او همدارنګه په دغه بهیر کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر بې‌بدیله ظرفیت او رول ټینګار وکړ.»

سرچینه وایي، د ملګرو ملتونو استازې هم د افغانستان پېچلو تحولاتو ته په اشارې د افغانستان د ثبات او مرستو پراخولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د دریځ همغږي‌کولو پر ضرورت ټينګار کړی، له د هغوی ترمنځ یې د رغندې همکارۍ او له سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره یې د ایران د مرستې غوښتنه وکړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.