منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ناستې

۹ راپورونه

راپورونه

غړي

جلالي: سرګردانه ډله نه پوهېږي چې نور د سیاست بازار کې هيڅ خریدار نه لري

په اتریش کې د ویانا د درې ورځنۍ ناستې له ترسره کېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ویلي، هغه کسان چې خپله طرحه او ولسي ملاتړ او له نړۍوال سیاسته درک نه‌لري او بیا هم د بهرني ملاتړ په تمه وي، هغوی پر ماتې محکوم دي.

غړي

متقي: ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا د دوحې درېیمې ناستې څرنګوالی څېړي او په هکله به یې خپل دریځ اعلان کړي.

غړي

یوه ایراني چارواکي له اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازې روزا اوتونبایوا سره د دوحې راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې او د ملګرو ملتونو استازې د افغانستان د ثبات او مرستو پراخولو لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو د دریځ همغږي‌کولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.

غړي

سرپرست حکومت د افغانستان چارو کې د سیمې هېوادونو استازو ناستې کوربه‌توب ته چمتووالی وښود

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سره لیدنه کې ویلي، سرپرست حکومت کابل کې د افغانستان په چارو کې د سیمې هېوادونو استازو ناستې کوربه‌توب ته چمتو دی.