ژبه

د امریکا د مرستو له کمېدو سره د اروپا د بشري مرستو د څلورمې ناستې ترسره کېدل

توسط احمدشاه عرفانیار

مې 19, 2025 - 11:05 am

Views: 197

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د اروپا د بشري مرستو څلورمه ناسته نن او سبا د اروپایي کمېسیون او پولنډ چې د اروپایي ټولنې شورا دوره‌یي ریاست پر غاړه لري، په ګډ کوربه‌توب په بروکسل ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې دفتر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د تېرو درېیو دورو په څېر دا دوره هم داسې پلان شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د شورا ناستې (FAC) سره سم او هم‌مهاله ترسره کېږي.

سرچینې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي خو په ۲۰۲۴ کال کې د اروپا د بشري مرستو فورم له درېیمې ناستې وروسته یې اعلان کړی و چې دا ناسته داسې مهال ترسره شوې وه چې په نړۍواله کچه د بشردوستانه مرستو اړتیاوې مخ په ډېرېدو وې، د بشردوستانه مرستو فضا محدوده شوې وه، مرستې سیاسې شوې وې او د اقلیمي بدلونونو له امله زیان‌منونکی حالت ډېر شوی و.

د اروپا د بشري مرستو څلورمه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بیاځلې واکمنېدو وروسته خپلې ځینې جنجالي پرېکړې د امریکا د بشري مرستو د کمولو یا بندولو برخه کې د بهرنیو هېوادونو پر وړاندې عملي کړې دي.

یاد اقدام د مرستندویه بنسټونو او زیان‌منونکو هېوادونو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي؛ ځکه امریکا د نړۍ په کچه د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه شمېرل کېده.