جلالاباد (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې درې خویندې د کانال اوبو کې د ډوبېدو له امله مړې شوې دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديقالله قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون غرمه مهال د جلالاباد ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند سرخدېوال سیمه کې درې خویندې د کانال اوبو کې ډوبې شوې او مړې شوې دي.
هغه زياته کړه، دغه نجونې چې عمرونه يې له پنځلس تر ۱۸ کلونو وو، جامې یې مينځلې چې د کانال اوبو کې ډوبې او مړې شوې دي.
دی وايي، امنيتي منسوبينو د پېښې ځای ته ځانونه رسولي، د نجونو مړي يې د خلکو په همکارۍ له اوبو راایستلي او خپلې کورنۍ ته يې سپارلي دي.
د سيمې یوه اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل، کله چې يوه نجلۍ اوبو ته غورځېدلې، دوو نورو د هغې ژغورلو لپاره اوبو ته وردانګلي چې درې واړه مړې شوې دي.
د یادونې، د سرخدېوال سيمه کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه ده او خلک خپل کالي د مینځلو لپاره د کانال اوبو ته وړي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن