ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې د ارغوان‌ګل والیبال جام سیالیو اتلولي عقابان لوبډلې وګټله

پروان کې د ارغوان‌ګل والیبال جام سیالیو اتلولي عقابان لوبډلې وګټله

author avatar
14 May 2024 - 14:05
پروان کې د ارغوان‌ګل والیبال جام سیالیو اتلولي عقابان لوبډلې وګټله
author avatar
14 May 2024 - 14:05

چاریکار (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): پروان کې د محصلینو د والیبال د شپږو ټیمو ترمنځ د «ارغوان‌ګل» والیبال جام سیالیو اتلولي «عقابان» لوبډلې وګټله او «فتح خیبر» ټیم دویم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ د محصلینو د شپږو ټیمونو ترمنځ د پروان ولایت په پوهنتون کې ترسره شوې.

د پروان د ورزش او بدني روزنې امر عبدالظاهر خالقیار وویل چې د دغه ټورنمنټ په وروستۍ لوبه کې د پروان د عقابان لوبډله وتوانېده چې فتح خیبر لوبډلې ته درې پر یو ماته وکړي او اتلولي خپله کړي، دغه راز فتح خیبر د دغو سیالیو نایب قهرماني ترلاسه کړه.

هغه زیاتوي چې دغه ټورنمنټ د غوره لوبغاړو پېژندلو، د ولایت په کچه د ځوانانو د ورزش ودې او د دغه پوهنتون د محصلینو ترمنځ د یووالي په موخه جوړ شوی و.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.