ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
15 May 2024 - 17:52
کاپیسا کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
15 May 2024 - 17:52

محمودراقي (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ د بازار تعمیر سیمه کې دوو موټرو ټکر کړی دی.

سرچیني زیاته کړه چې دې پېښه کې یو کس مړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره چې د دې په ټپیانو کې یو ماشوم، درې ښځې او درې نارینه شامل دي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د تګاب ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته انتقال شوي دي.

هغه د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د سړک د سور کموالی یاد کړی دی.

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.