کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): ځینو چارواکو د اداري پروسو ساده کولو هوکړهلیکونو د لاسلیک مراسمو کې وویل چې په دې برخه کې تر یوه بریده کار شوی خو نورو هڅو ته هم اړتیا ده او د پوهنې سرپرست وزیر بیا له خلکو سره د لیدنو په ساده کېدو هم ټینګار وکړ.
د چارو ادارې له لوري د کرنې وزارت، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت ترمنځ د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړهلیکونه، د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو او ولایتي ښاروالیو ریاست سره د پروسو ساده کولو د همکارۍ تفاهملیکونه لاسلیک شول.
په دې تړاو نن په کابل کې جوړه شوې غونډه کې د چارو ادارې عمومي رییس انورالحق انور وویل، دا د خوښۍ ځای دی چې په داسې غونډه کې حضور لري چې موخه یې ولس ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او روڼتیا رامنځته کولو لپاره د اداري پروسو ساده کول دي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې په دولتي ادارو کې له ۵۰۰ ډېرې کاري اوږدې او پېچلې پروسې ساده شوې او اوس هم په دې برخه کې هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه، په ټولو برخو کې د پروسو لنډول او شفافیت رامنځته کول د خلکو او حکومت لپاره د خوښۍ خبر دی.
ورته مهال، په دې غونډه کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، تر دې مهاله په نهو وزارتونو او دولتي ادارو کې کاري پروسې ساده شوې دي.
نوموړی وایي، د کاري پروسو په ساده کولو سره به په ادارو کې خلکو ته پر وخت او چټک خدمتونه وړاندې شي، د اداري فساد مخنیوی کېږي او په ادارو کې به کاغذپراني له منځه ولاړه شي.
هغه زیاته کړه: «متاسفانه اوس هم په ادارو کې بیروکراسي یا کاغذپراني شته، یو غریب محصل له ولایته دلته راځي، د یو ضروري سند لپاره، کله چې ادارو ته مراجعه کوي، دومره طی مراحل د هغه لپاره ضرورت وي چې په اوونیو په هوټلونو او نورو ځایونو کې سرګردانه ګرځي، نو په دې خاطر کاغذپراني په دولتي ادارو کې باید په بشپړه توګه له منځه لاړه شي.»
حنفي وایي، په ادارو کې د وختنیوونکو او پېچلو پروسو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي، دغه پروسې باید ساده او خلکو ته چټک او غوره خدمتونه وړاندې شي.
هغه دا هم وویل، په هېواد کې د الکترونیکي حکومتولۍ د ترویج لپاره هڅې پیل شوې دي، څو ټولې دولتي ادارې یو له بل سره وصل شي.
همدارنګه په دې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیبالله اغا وویل چې اسلامي امارت د ښو خدمتونو وړاندې کولو او شفافیت ټینګښت په موخه د پېچلو پروسو ساده کولو ته لومړیتوب ورکړی او دوی به د دې موخې ترلاسه کولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي.
نوموړی وایي، د پروسو ساده کول یو غوره کار دی، دوی یې ستاینه کوي او د مؤثریت زیاتوالي، ښو خدمتونو او شفافیت رامنځته کولو لپاره یې مهمه چاره ګڼي.
هغه زیاتوي، ټول کارونه او له خلکو سره لیدنې هم باید ساده شي.
هغه زیاته کړه: «خپل ګرځېدل او راګرځېدل هم باید ساده کړو، موږ خو د اصحابو کرامو ځایناستي ځانونه بولو، اصحابو کرامو داسې حکومت کاوه چې اوس یې موږ کوو، څوک به ورتللی نه شوای او په میاشتو به انتظار وو، ملاقات به یې نه شوای کولی، فلانی صاحب دی ملاقات یې نه کېږي، اخر به ولس له موږ مخ واړوي، دا خو مظلوم دی.»
هغه وایي، اوس هم ستونزې شته، څوک چې ادارو ته ولاړ شي د یوې ورځې کار یې اونۍ او د اونۍ کار یې میاشتې ته ځنډوي.
دغه راز، په یاده غونډه کې د عامې روغتیا او کرنې وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو هم ویناوې وکړې.
هغوی په خپلو خبرو کې خلکو ته د ښو او غوره خدمتونو وړاندې کولو، په اداري چارو کې د روڼتیا رامنځته کولو او مؤثریت، د ولس او نظام ترمنځ د واټن کمولو لپاره د پېچلو کاري پروسو ساده کول یوه اړینه چاره وبلله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنې وکړې.
د چارو ادارې معلوماتو له مخې، په دې پروسو کې له کرنې وزارت، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت سره د ساده شوو پروسو تطبیقي هوکړهلیکونه، د پوهنې او عامې روغتیا وزارتونو او ولایتي ښاروالیو له ریاست سره بیا د پروسو ساده کولو د همکارۍ تفاهملیکونه لاسلیک شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP