ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: اته ادارې له ځينو نورو ادارو سره مدغم شوې دي

مجاهد: اته ادارې له ځينو نورو ادارو سره مدغم شوې دي

author avatar
15 May 2024 - 12:58
مجاهد: اته ادارې له ځينو نورو ادارو سره مدغم شوې دي
author avatar
15 May 2024 - 12:58

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وايي، د چارو یووالي، له تشکیلاتي تورم او بې‌ځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه اته ادارې له ځینو نورو ادارو سره مدغم شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (چهارشنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، څو ادارې له نورو ادارو سره یو ځای شوې او دا کار د تشکیلاتي تورم مخنیوي، د لګښت کموالي او کاري مدیریت ښه‌والي په موخه شوی دی.

نوموړي څرګنده کړه، د څارنې عالي اداره د معاونیت په توګه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او څارنې له لوی ریاست سره، طبي عالي شورا د عمومي ریاست په توګه د عامې روغتیا له وزارت سره، د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په توګه د عامې روغتیا له وزارت سره او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره د معینیت په توګه د ټولګتو له وزارت سره مدغم شوې دي.

هغه دغه‌راز وویل، د ګاز او تېلو مرکزي لابراتوارونه او تشکیلات یې له نورم او سټنډرډ ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معینیت سره او د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي لابراتوارونه او تشکیلات یې له نورم او سټنډرډ ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره یو ځای شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د حرفوي زده‌کړو اداره د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره او د المپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له ریاست سره یو ځای شوي چې د دې ادارې نوم هم پر ورزش، بدني روزنې او المپیک عمومي ریاست بدل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «دا د وخت د اړتیاوو او حکومتدارۍ یوه پروسه ده چې ترسره شوه، ان‌شاءالله چې له دې سره به د چارو په مدیریت کې ښه‌والی راشي.»

د هغه په خبره، د یو ځای شوو ادارو کارکوونکي هم د نورو ادارو تشکیلاتو سره یو ځای کېږي.

ورته مهال، مجاهد زیاته کړه چې وزارتونه د تشکیلاتو ډېروالي له امله نه مدغم کېږي او اړتیا ده چې پر خپل ځای پاتې شي.

Views: 75

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.