ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوراحمد اغا: د بانکونو خدماتي پروسو کې دې لا اسانتیا رامنځته شي

15 May 2024 - 17:18
15 May 2024 - 17:18

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک لومړی مرستیال وایي، بانکي خدمتونو ته د خلکو اسانه لاسرسي په موخه باید په بانکونو کې د حساب پرانیستلو او نورې پروسې لا اسانه شي.

د افغانستان بانک خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه بانک د لومړي مرستیال نوراحمد اغا په مشرۍ معیاري، ارزانه، اسانه او باکیفیته بانکي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه غونډه جوړه شوه.

هغه ویلي، باکيفيته بانکي خدمتونو ته لاسرسى د هر وګړي حق دى او دا په دغه بانک  پورې اړه لري چې په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختيا لپاره مناسب سیستم برابر کړي.

هغه زیاته کړې، په بانکونو کې د حساب پرانیستلو پروسه او شرایط باید ډېر ساده شي، څو خلکو ته اسانتیا رامنځته شي.

د افغانستان بانک لیکلي، نوراحمد اغا د خپلو خبرو په بله برخه کې دغه راز د ویسټرن یونین پروسه کې د اسانتیا په رامنځته کولو او سوداګرو او خلکو ته د لازمو خدماتو په برابرولو باندې ټینګار وکړ.

هغه په هېواد کې پر نړیوالو معیارونو برابره برېښنايي بانکولي یوه اړتیا یاده کړه او دا چاره یې د نغدي راکړو ورکړو په کمولو کې د ارزښت وړ وبلله.

ده  اړوندو مسوولینو ته ویلي: «موږ باید په ټول هېواد کې د اې‌ټي‌اېم او POS ماشینونو شمېر زیات کړو څو د هېواد په لرو پرتو سیمو کې خلک د مالي خدمتونو له عرضې برخمن شي.»

د افغانستان لیکلي چې هېوادوالو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره یې مناسبې زمينې برابرې کړې، دا هڅې تر اوسه اغېزناکې تمامې شوې دي او په پام کې ده چې په راتلونکي کې په دې برخه کې نور عملي ګامونه هم پورته شي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version