ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: د بغلان سېلابونو کې ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټيپان شوي

مسوولین: د بغلان سېلابونو کې ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټيپان شوي

author avatar
15 May 2024 - 14:01
مسوولین: د بغلان سېلابونو کې ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټيپان شوي
author avatar
15 May 2024 - 14:01

پلخمري (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): بغلان ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت راغلي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه شوي او ۲۶۵ نور ټپيان دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت مرستیال مولوي ضیاءالحق حقمل نن بغلان ولایت کې د خبري کنفرانس پر مهال وویل، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټپيان شوي دي.

هغه وویل، د مرګ‌ژوبلې دا شمېرې یې د بېلابېلو مسوولو ادارو د رسمي سروې‌ګانو پر اساس ترلاسه کړې دي.

ورته مهال، د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وایي، په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې او مالي زیان په اړه سروې لا هم دوام لري.

هغه زیاتوي، سېلاب‌ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو لړۍ پیل شوې او ترڅنګ یې د ویجاړو شوو لارو او کورونو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي.

د ورکړل شوو رسمي شمېرو له مخې وروستیو سېلابونو دغه ولایت کې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ څه باندې څلور زره استوګنیز کورونه هم په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.