کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وایي، په بغلان ولایت کې سېلابځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو او په هلمند کې له ۱۱۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت پّ ګرشک ولسوالۍ کې له ۱۱۰ سیلابځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
سرچينې لیکلي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
دغه راز د بغلان د والي ویاند ملاعالم مجیدي وایي، په دغه ولایت کې د اقتصادي معاونیت له لوري سېلابځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پيل شو.
هغه وویل چې په دې لړ کې به د شهیدانو کورنیو له وارثینو سره نغدي مرستې وشي او د هر شهید پر سر به سل زره افغانۍ ورکړل شي.
د هغه په خبره، په دويم پړاو کې له ټپیانو سره هم نغدي مرستې په پام کې نیول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معینیت مرستیال مولوي ضیاءالحق حقمل بغلان کې ویلي وو چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۶۵ کسان مړه او ۲۶۵ نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP