Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د څلورو کورنیو ترمنځ دوه دښمنۍ پای ته ورسېدې

میدان‌ښار (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو ولایت مقام وایي، د دغه ولایت  په جغتو ولسوالۍ کې د ځايي مسوولینو او مشرانو په منځګړيتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دوه څو کلنې دښمنۍ پای ته ورسېدې.‎

د میدان‌وردګو ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلې چې دغه دښمنۍ یوه یې ۲۶ کاله مخکې د جغتو ولسوالۍ په موکه کلي کې او بله یې ۱۹کاله مخکې په ببړباباخېلو کلي کې پېښې شوې وې.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په موکه کلي په دښمنۍ کې دښمنۍ له د دواړو لورو دوه کسان او د ببړباباخېلو کلي کې یو کس وژل شوي و چې دواړه د یو بل په بښلو سره پای ته ورسېدې.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د جغتو ولسوال مولوي بهرام حنفي او یو شمیر علماوو خلک په ځانکړې توګه یادې کورنۍ ورورګلوۍ او یووالي را بللي او غوښتنه یې کړې چې له دې وروسته په خپل کلي کې خپل عادي ژوند ته دوام وکوي.

د یادولو ده ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته د هېواد په کچه لسګونه ورته دښمنۍ په دوستې بدلې شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.