ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې ولسمشر بیجینګ ته سفر کړی

د روسیې ولسمشر بیجینګ ته سفر کړی

author avatar
16 May 2024 - 11:56
د روسیې ولسمشر بیجینګ ته سفر کړی
author avatar
16 May 2024 - 11:56

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۳): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپلې ولسمشرۍ پنځمې دورې له پیلېدو وروسته خپل لومړنی بهرنی سفر کې چین ته وکړ.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې پوتین نن سهار (پنجشنبه، د غويي ۲۷مه) بیجینګ ته رسېدلی او ټاکل شوې په دغه دوه ورځني سفر کې له خپل چیني سیال شي‌جین پینګ سره وګوري.

چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې څو ورځې وروسته له هغه چې مسکو له لسګونه زره ځواکونو او تجهیزاتو سره پر اوکراین برید وکړ، نا محدود شراکت اعلان کړ چې د شي‌جین پینګ دغه اقدام د پوتین له خوا وستایل شو.

د روسیې ولسمشر ویلي چې له همدې امله یې په کرملین کې د خپل کار د نوې دورې له پیلېدو وروسته د خپل بهرني سفر لپاره چین ټاکلی دی.

د ویلو ده، ولادیمیر پوتین به په بیجینګ کې د پخوانۍ شوروي اتحاد له لوري د چین د رسمیت پېژندلو پنځه اویایمې کالیزې په مناسبت جوړېدونکي جشن کې هم ګډون وکړي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.