ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په شينوارو کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

د ننګرهار په شينوارو کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه

author avatar
16 May 2024 - 16:17
د ننګرهار په شينوارو کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه وشوه
author avatar
16 May 2024 - 16:17

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ لس کلنه دښمني د قومي مشرانو په منځکړتوب په دوستۍ بدله شوه.

د ځمکې پر سر رامنځته شوې دې دښمني کې له دواړو خواوو درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

د ننګرهار د شينوارو ولسوال قاري محمدعمران په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې وويل، د دې ولسوالۍ د کلاوکاتيلي سيمې حضرت عمر او حاجي پيرمحمد کورنيو ترمنځ شاوخوا لس کاله مخکې د ځمکې پر سر جنجال رامنځته شوی و.

هغه زياته کړه، د دواړو کورنيو ترمنځ په دغه جنجال او اخ و ډب کې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه او د دواړو خواوو ترمنځ دښمني پیل شوې وه.

د ولسوال په وينا، څه موده وړاندې د دې ولسوالۍ قومي مشرانو او ديني عالمانو د ولسوالۍ د چارواکو په همغږۍ او ملاتړ د دواړو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې چاره پيل کړه چې پايله کې يې نن دواړو کورنيو روغه وکړه.

په دې غونډه کې د يادو کورنيو مشرانو او کشرانو يو بل ته د مينې او پخلاينې غېږې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند کوي.

د حضرت عمر په نوم د يوې کورنۍ مشر وويل، شاوخوا لس کاله دواړه کورنۍ له خوشالۍ او ژوند کولو پاتې وې، ځوانانو په اسانۍ زده کړې نه شوې کولی، د دغې روغې جوړې په برکت به اوس له دغو ستونزو خلاص شي.

دغه راز، د بلې کورنۍ مشر حاجي پيرمحمد هم وويل، حکومت او قومي مشران بايد د دې ډول دښمنيو مخنيوی وکړي او د روغو جوړو له لارو ستونزې بايد حل کړي.

د روغې جوړې په دې غونډه کې د ننګرهار علماوو شورا ریيس شيخ حضرت جان حنفي هم په خلکو غږ وکړ چې اسلام په ورورۍ کې د ژوند کولو حکم کړی، دښمني کول يې نا روا کړنه ياده کړې او ټینګار یې وکړ چې بايد کورنۍ له دښمنيو لاس واخلي.

د ننګرهار د قبايلو چارو ریيس قاري حضرت عمر هم چې دغې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، حکومت او په ځانګړي توګه د قبايلو چارو رياست هڅه کوي چې په دغه ولايت کې ټولې دا ډول دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړي.تر دې وړاندې هم ننګرهار کې لسګونه دا ډول دښمنۍ د قومي منځګړتوب له لارې په دوستۍ بدلې شوې دي.

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.