ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راپور: یو شمېر پخواني چارواکي او هغوی ته نږدې کسان په دوبۍ کې د ۴۲ میلیون ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري

راپور: یو شمېر پخواني چارواکي او هغوی ته نږدې کسان په دوبۍ کې د ۴۲ میلیون ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري

author avatar
17 May 2024 - 12:12
راپور: یو شمېر پخواني چارواکي او هغوی ته نږدې کسان په دوبۍ کې د ۴۲ میلیون ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري
author avatar
17 May 2024 - 12:12

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د فساد او پلان شوو جرمونو د راپور ورکونې پروژې (اوسي‌سي‌ار‌پي) راپور ښیي، یوولس افغانان – چې ډېر یې پخواني چارواکي او یا هغوی ته نږدې کسان دي – په دوبۍ کې د څه باندې ۴۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري.

له یادو کسانو ځینو یې په دې اړه غبرګون ښودلی، خو ځینو یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

اوسي‌سي‌ار‌پي چې په واشنګټن کې مېشت بنسټ دی او د څو امریکايي بنسټونو له خوا تمویلېږي،  د «ناولې پیسې څنګه د دوبۍ په ملکیتونو کې کور پیدا کوي» په نوم راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د یو شمېر هغو کسانو په اړه معلومات ورکړل شوي چې په دوبۍ کې ملکیتونه لري.

په دغه نوملړ کې ۱۱ افغانان هم شامل دي.

میر رحمان رحماني او اجمل رحماني

د فساد او پلان شوو جرمونو د راپور ورکونې پروژې (اوسي‌سي‌ار‌پي) د روانې غویي میاشتې په ۲۴مه په یوه راپور کې ویلي چې میر رحمان رحماني او د هغه زوی اجمل رحماني په دوبۍ کې د املاکو برخه کې ۱۵ عشاریه دوه میلیون ډالره پانګونه کړې، خو رحمانیانو ورته د برېښنالیک له لارې د امریکا متحده ایالتونو هغه تورونه رد کړي چې د تېلو په قراردادونو کې یې فساد کړی.

سرچینه لیکي چې په دوبۍ کې د میر رحمان او اجمل په ملکیتونو کې داسې اپارتمانونه او دوه لوړپوړیزه ودانۍ شاملې دي چې هر کال یې له لارې میلیونونه ډالر عواید ترلاسه کوي.

د امریکا مالیې وزارت د ۱۴۰۲ کال په لېندۍ میاشتې کې په «قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو اختلاس او فساد له امله» میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني بندیزونه لګولي وو.

د اوسي‌سي‌ار‌پي په راپور کې د تېر کال په وروستیو کې د امریکا له خوا پر رحمانیانو تور ته اشاره شوې، وایي چې دغو کسانو د امریکا د حکومت له مرستو ناوړه استفاده کړې ده.

د اوسي‌سي‌ار‌پي په یوه بل راپور کې چې په همدې ورځ خپور شوی، پنځو ځایونو کې د رحمانیانو د ملکیتونو ارزښت څه باندې شپږ عشاریه شپږ میلیون ډالر ښودل شوی، خو په یوه بل ځای کې یې د ملکیت د ارزښت کچه نامعلومه ښودل شوې ده.

د اوسي‌سي‌ار‌پي راپور کې راغلي چې رحمانیانو د متحده ایالتونو د حکومت پر وړاندې یوه دعوه ثبت کړې او پر هغوی د فساد تورونه یې رد کړي او میر رحمان هم په یوه برېښنالیک کې ویلي چې د تېلو په سوداګرۍ کې ښکېل نه دی.

د راپورونو له مخې، میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني د سازمان شوو جرمونو او فساد راپور ورکولو پروژې (او‌سي‌سي‌ار‌پي) راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ګوټ کې د پانګونې حق لري.

هغوی د دغه راپور په تړاو په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، هغه څه چې د دغه څېړنیز بنسټ په راپور کې راغلي «دروغ تورونه» دي.

د اعلامیې په حواله، په راپور کې د دوی د پانګې په اړه راغلې شمېرې بې‌بنسټه او رښتینې نه دي.

عبدالحسین فهیم

په یاد راپور کې راغلي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال محمدقسیم فهیم ورور عبدالحسین فهیم د دوبۍ ښار په دوو ځایونو کې د څه باندې اته اعشاریه اته میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري.

سرچینه زیاتوي چې حسین فهیم په کابل بانک کې ونډه درلوده او دغه بانک د میلیونونو ډالرو تقلبي پورونو له ورکولو وروسته سقوط وکړ.

اسدالله خالد

په راپور کې راغلي چې د افغانستان پخوانی دفاع وزیر او د ملي امنیت مشر اسدالله خالد په دوبۍ کې د پنځه میلیونه او ۴۹۲ زره ډالرو په ارزښت ملکیت لري.

په راپور کې راغلي چې اسدالله خالد د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۱۵ کال د یوه راپور له مخې، د شکنجې او غیر قضايي وژنو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو په ترسره کولو یا امر کولو تورن دی.

سرچینه زیاتوي، خالد چې نه پوهېږي له کومو رسمي تورونو سره مخ شوی، په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

راشد پوپل

په راپور کې راغلي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی راشد پوپل هم په دوبۍ کې د څه باندې درې عشاریه اته میلیون ډالرو په ارزښت ملکیت لري.

سرچینه زیاتوي چې راشد پوپل یو شرکت درلود او دغه شرکت تورن شوی چې د ریکا د بیارغونې پیسې یې وسله‌والو ډلو او د وخت حکومتي امنیتي ځواکونو ته د بډو ورکولو لپاره کارولې څو د امریکا پوځي کاروانونو لپاره اکمالاتي لارې خوندي کړي.

ادیب فهیم

د اوسي‌سي‌ار‌پي راپور کې دا هم راغلي چې د ملی امنیت پخوانی مرستیال او د پخواني ولسمشر د مرستیال محمدقسیم فهیم زوی ادیب فهیم هم په دوبۍ کې د څه باندې درې نیم میلیون ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري.

احمدولي مسعود

په یاد راپور کې راغلي چې د احمدشاه مسعود ورور او په  بریتانیا کې د افغانستان پخوانی سفیر احمدولي مسعود هم په دوبۍ کې د څه باندې یو عشاریه اته میلیون ډالرو په ارزښت ملکیت لري.

سیداسماعیل امیري

د یاد بنسټ په راپور کې راغلي چې د سید اسماعیل امیري په نوم یو بل افغان هم په دوبۍ کې د څه باندې یو عشاریه شپږ میلیون ډالرو په ارزښت ملکیت لري.

سرچینه زیاتوي چې په کالیفورنیا کې مېشت دغه کس د افغانستان حکومت له سل میلیون ډالرو څخه زیاتو پیسو د اختلاس په یوه طرحه کې د لاس لرلو په تور پر ۱۵ میاشتې بند محکوم شوی و. د راپور له مخې، هغه چې د یوه شرکت مالک یا لوړپوړی سلاکار و، د برېښنايي شبکې جوړولو قرارداد ترلاسه کولو لپاره یې جعلي اسناد کارولي وو.

امیرزی سنګین

د اوسي‌سي‌ار‌پي په راپور کې راغلي چې د افغانستان د مخابراتو پخوانی وزیر امیرزی سنګین هم په دوبۍ کې د څه باندې ۷۸۰ زره ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري.

سرچینه زیاتوي، سنګین اوسي‌سي‌ار‌پي ته ویلي چې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ میلادي کلونو پورې یې ملکیتونه له خپلې سپما پېرلي او بیا یې پلورلي دي. هغه ویلي چې اوس یوازې د دوبۍ په پورټوفینو هوټل کې دوه واحدونه لري.

د سنګين په وینا، دی مخکې له دې چې وزیر شي په لوړو معاشونو یې کار کړی او کله چې وزیر شو، خپله شتمني یې حکومت کې ثبت کړه.

عتیق الله بریالی

د راپور له مخې، د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال عتیق‌الله بریالی هم په دوبۍ کې د څه باندې ۷۳۱ زره ډالرو په ارزښت ملکیت لري.

کمال‌الدین نبي‌زاده

په راپور کې راغلي چې یو افغان سوداګر او په مسکو کې د افغانستان پخوانی شارژدافیر کمال‌الدین نبي‌زاده په دوبۍ کې د څه باندې ۲۵۸ زره ډالرو په ارزښت ملکیت لري.

سرچینې ادعا کړې چې امریکا په ۲۰۲۲ کال کې پر نبي‌زاده د هغه تور له امله بندیز ولګاوه چې ګواکې د روسیې حکومت له لوړپوړو چارواکو سره په همغږۍ یې د قدس ځواک لپاره د بودجې په راټولولو کې مرسته کړې ده.

پژواک هڅه وکړه چې د دغه راپور په اړه د یادو کسانو نظرونه واخلي خو بریالی نه شو.

Views: 185

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.