ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې فدراتیف ماردوفیا هېواد له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده

د روسیې فدراتیف ماردوفیا هېواد له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده

author avatar
17 May 2024 - 13:02
د روسیې فدراتیف ماردوفیا هېواد له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده
author avatar
17 May 2024 - 13:02

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۳): د روسیې فدراتیف ماردوفیا ولسمشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د لرګیو، درملو جوړولو، کرنې، ودانیزو او الکترونیکي توکو صنعتونو برخو کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د یاد وزارت سرپرست  نورالدین عزیزي او مل پلاوي یې نن د روسیې فدراتیف ماردوفیا ولسمشر ارتیم ایزدونوف او د سوداګرۍ، صنعت او کرنې له وزیرانو سره لیدنه وکړه.

سرچینې لیکلي، په یاده لیدنه کې د ماردوفیا ولسمشر ویلي، هېواد یې چمتو دی څو د لرګیو، درمل جوړونې، کرنې، ساختماني او الکترونیکي توکو صنعتونو برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د سرچنیې په خبره، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ماردوفیا له ولسمشره غوښتي څو افغانستان ته راشي او په دغه هېواد کې د پانګونې فرصتونه له نږدې وګوري.

عزیزي دغه‌راز د قوشتیپې کانال کې چې ټاکل شوې میکانیزه کرنه په کې پیل شي، د هغه هېواد د لرګیو او کرنې برخو د صنعت کارونې په موخه د چمتووالي اعلان کړی او پّ دې برخه کې یې د لا ډېرو خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روسيې له لسو نامتو شرکتونو یو په دغه هېواد پورې اړه لري چې درمل، د برق کېبل، ودانیز، الکترونیکي او د کرنې توکي تولیدوي او د شپږو عربي هېوادونو په ګډون د نړۍ ۱۶ هېوادونو ته صادرات لري.

بلخوا، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تاتارستان ته د سفر په دوام او د روسیه – اسلامي نړۍ د اقتصاد په پنځلسم نړۍوال فورم کې د ګډون پر مهال د کاماز شرکت له مسوولینو سره لیدنه وکړه.

سرچینې زیاته کړه، په یاده لیدنه کې د کاماز شرکت مسوولینو لېوالتیا ښودلې چې غواړي یو ځل بیا د افغانستان بازارونو ته ورګډ شي او په دغه هېواد کې یې د فعالیت پیلېدو برخه کې له افغان پانګه‌والو د مرستې غوښتنه وکړه.

سرچینې څرګنده کړې، د یاد شرکت مسوولین په افغانستان کې د موټرو تړلو یا بسته‌بندۍ فابریکې جوړولو په‌موخه د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د سرچینې په خبره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یاد شرکت له پروژو د هرکلي او ملاتړ ترڅنګ له هغوی وغوښتل څو افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې فرصتونه او وروستي اقتصادي پرمختګونه له نږدې وویني.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کاماز شرکت مسوولینو د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر له بلنې خوښي څرګنده کړه او په نږدې راتلونکي کې یې افغانستان ته د سفر اعلان وکړ.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.