ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کي پر بهرنیو ګرځندویانو برید په اړه غبرګونونه

بامیان کي پر بهرنیو ګرځندویانو برید په اړه غبرګونونه

author avatar
18 May 2024 - 13:33
بامیان کي پر بهرنیو ګرځندویانو برید په اړه غبرګونونه
آرشیف
author avatar
18 May 2024 - 13:33

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): په بامیان ولایت کې پر بهرنیو ګرځندویانو د تېرې ورځې برید ملي او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي.

د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره خپله خواخوږي شریکوي.

هغه څرګنده کړې، هڅه کوي د قربانیانو له کورنیو سره ټولې د اړتیا وړ مرستې وکړي.

ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو شارژدافیر کرن ډېکر هم پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یاد برید «ناځوانمردانه» بللی او غندلی یې دی.

نوموړي د یاد برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي: «د امریکا متحده ایالتونه په بامیان کې له وسله‌وال برید څخه چې له امله یې ملکي افغانان او بهرني اتباع وژل شوي او ټپيان دي، په ژوره توګه اغېزمن دی.»

نوموړي زیاته کړې: «موږ د هغو کسانو په اړه فکر کوو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي.»

بلخوا، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافایلا ایودیس هم پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په بامیان ولایت کې د بهرنیو ګرځندویانو په یوه ډله وسله‌وال برید په کلکه غندي.

هغې زیاته کړه: «موږ د هغو قربانیانو کورنیو او دوستانو ته چې په یاد برید کې یې ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي، تسلیت وایو.»

د اروپایي ټولنې د بهرني او امنیتي سیاست ویاندې نبیلې مسرالي هم یاد برید غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعناني هم پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یاد برید «تروریستي اقدام» بللی دی.

نوموړي د یاد برید د غندلو ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

دغه راز، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره یاد برید غندلی.

هغه څرګنده کړې: «د اسپانیا خلکو، حکومت او د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او غم‌شریکۍ مراتب وړاندې کوم او د یاد برید ټپیانو ته عاجله شفا غواړم.»

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر هم دغه برید «تروریستي» بللی او زیاته کړې یې ده چې له یاد برید څخه «وېرېدلي» دي.

یاد بنسټ د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.

سره له دې، رویټرز د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې یاد برید کې درې اسپانیایي ګرځندویان وژل شوي او لږ تر لږه یو اسپانیایي وګړی ټپي شوی دی.

د یادولو ده چې د افغانستان د کورنیو چاور وزارت له جزییاتو پرته ویلي چې پرون (جمعه) ماسپیښین بامیان کې پر ملکي کسانو ډزې وشوې.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، د یاد برید له امله درې بهرني وګړي او یو افغان وژل شوي، څلور بهرني او یوه افغان ټپیان شوي دي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.