ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې پر ډېورڼد فرضي کرښه تر نښتې وروسته یوې ګډې قومي جرګې د اوربند پرېکړه کړې

پکتیا کې پر ډېورڼد فرضي کرښه تر نښتې وروسته یوې ګډې قومي جرګې د اوربند پرېکړه کړې

author avatar
18 May 2024 - 18:35
پکتیا کې پر ډېورڼد فرضي کرښه تر نښتې وروسته یوې ګډې قومي جرګې د اوربند پرېکړه کړې
author avatar
18 May 2024 - 18:35

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): سېمه‌ییزې سرچينې وایي، پکتیا کې پر ډېورڼد فرضي کرښه تر نښتې وروسته د دواړو غاړو د قومي مشرانو یوې ګډې جرګې د اوربند، خرلاڅيو لارې د پرانیستل کېدو او یوې کمېټې جوړېدو پرېکړې کړې.

د راپورونو له مخې، له تېرو څلور ورځو راهیسې د پکتیا په اريوب ځاځي او ډنډپټان ولسوالیو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفه‌يي نښتې روانې وې او تېره ورځ یوې حکومتي سرچینې پژواک ته ویلي و چې د وړمه شپه د پاکستاني لوري ډزو کې درې ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.

د يادې جرګې غړي او د ځاځي اريوب ولسوالۍ قومي مشر حاجي ولي ځاځي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ډنډپټان ولسوالۍ د خرلاڅيو دروازه کې د کرښې دواړو غاړو قومي مشرانو ترمنځ ګډه جرګه وشوه چې د دواړو غاړو مسوولينو په کې ګډون درلود.

هغه وویل، په دغه جرګه کې د اروبند پرېکړه شوې ده.

نوموړي دغه‌راز وویل، په دغه جرګه کې پرېکړه شوې چې د خرلاڅيو لار به هم ژر تر ژره بېرته پرانیستل کېږي او سوداګري به له سياست سره نه ګډېږي.

د يادې ګډې قومي جرګې يو بل غړی محمدانور صديقي هم وایي په دغه جرګه کې چې نن غرمه مهال وشوه، لومړی د اوربند پرېکړه وشوه؛ ځکه په جګړه کې هر وخت زيان د کرښې د دواړو غاړو ملکي خلکو ته اوړي.

هغه زياته کړه، په جرګه کې دویمه پريکړه دا وشوه چې د خرلاڅيو دروازه به ژر تر ژره بېرته خلاصېږي او راتلونکي کې به د ستونزو رامنځته کېدو پرمهال ياده لار نه تړل کيږي.

هغه وویل، دغه‌راز په یاده جرګه کې پرېکړه وشوه چې د کرښې د دواړو غاړو له قومي مشرانو څخه به ۴۰ کسيزه کميټه جوړېږي او پر کرښه د هر ډول ستونزو رامنځته کېدو پرمهال به لاس په کار کېږي.

هغه وويل، د يادې کميټې جوړېدو او رسمي کېدو لپاره د دواړو لورو مسوولينو وويل چې د کميټې جوړولو خبره به له خپلو لوړپوړو مسوولينو سره شريکوي او راتلونکې شنبه به د دواړو لوري کسان د یادې کمیټې جوړېدو په موخه سره کینې.

د یادونې ده، د یادې جګړې له پیل راهېسې د پکتیا ولایت د خرلاڅيو لار هم تړل شوې ده.

د پکتیا ولایت سېمه‌ییزو مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.