مزارشریف (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله تر دې دمه یو کس مړ شوی او خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د چهارکنت ولسوالۍ په پريبرات کلي کې د سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او ګڼ شمېر ځمکې اوبو ویجاړې کړې دي.
خبرپاڼه پرته له جزییاتو زیاتوي چې د تېرې شپې په سېلابونو کې د بلخ ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.
بلخوا د بلخ ولایت اوسېدونکي له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي څو له سېلابځپلو سره مرسته وکړي.
د چهارکنت یو اوسېدونکی صبغتالله وایي چې د دې ولسوالۍ په ځینو کلیو کې د باران ورېدو له امله سېلابونه راوتلي چې خلک ته یې زیانونه اړولي دي.
هغه له حکومتي مسوولینو غوښتنه وکړه چې له سېلابځپلو سره مرسته وکړي.
ورته مهال، د بلخ ولایت مقام او د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ په خپرو شوو خبرپاڼو کې ویلي چې دوی د بېړنو حالاتو لپاره شپه او ورځ خپل تدابیر لري.
هغوی زیاته کړې چې د شپې ناوخته د بارانونو ورښت پر مهال نظامي او ملکي پرسونل زیانمنو سیمو ته رسېدلي او هڅه کوي خلک له مالي او ځاني زیانونو وژغوري.
د یادونې ده چې له تېرو شاوخوا دوه اونیو راهیسې د هېواد په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې د باران ورښت له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن