Language

راشد خان له څلورو کلونو وروسته هېواد ته راستون شو

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان له څلورو کلونو وروسته، نن سهار کابل ته راغی.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، راشد خان چې څو کلونو کې د بوخت مهالوېش له امله نه و توانېدلی چې هېواد ته راشي، نن سهار کابل ته راورسېد.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس او اجرئیوي رییس له خوا ورته کابل نړۍوال هوایي ډګر کې ښه راغلاست وویل شو او کرکټ بورډ ته د یو لړ مراسمو په لړ کې بدرګه شو.

راشد خان داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې د روانې غویي میاشتې په ۱۲مه کرکټ بورډ د راشد خان په لوبډلمشرۍ د شل اووریز نړۍوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه او وړمه ورځ وېسټ‌انډیز ته ولاړه.

Related Topics