ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان او بغلان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان او بغلان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
18 May 2024 - 11:47
د سمنګان او بغلان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
18 May 2024 - 11:47

پلخمري (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): بغلان کې د سمنګان او بغلان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ تېره ورځ د‌ «وحید افغان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د بغلان او سمنګان ولایتونو د شلو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ چې ۱۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې، تېره ورځ یې وروستۍ لوبه ترسره شوه.

د یادو سیالیو تنظیموونکي محمدالله شینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو شپږ اووریزه سیالیو اتلولي د بغلان اړوند «وحید افغان» لوبډلې خپله کړه.

هغه وايي، له یادو لوبو څخه یې موخه د ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ همغږي او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

ورته مهال د ګټونکې لوبډلې مشر وحید افغان وايي، له پیله تر پایه یې ښې لوبې ترسره کړې او غوښتنه کوي چې په راتلونکې کې دې هم ورته دغه ډول سیالۍ جوړې شي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.