Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې تېره ورځ وژل شوي درې سیلانیان د اسپانیا هېواد وګړي وو
ارشیف

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تېره ورځ په بامیان ولایت کې په وسله‌وال برید کې درې وژل شوي او یو ټپي شوی کس د دغه هېواد وګړي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې تېره ورځ مازیګر مهال په بامیان ښار کې پر عامو خلکو ډزې شوې چې له امله یې درې بهرنیان او یو افغان وژل شوي، څلور بهرنيان او درې افغانانو ټپیان شوي دي.

دغه وزارت وایي، په دې تړاو څلور کسان نیول شوي او نورې پلټنې هم روانې دي.

رویټرز خبري اژانس نن د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې په بامیان ولایت کې په یوه وساله‌وال برید کې د دغه هېواد درې سیلانیان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دغه پېښه کې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته کېږي.

د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز هم پر خپله اېکس‌پاڼه د یاد برید په اړه خواشیني ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.