ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړې او ترمیم شوې

میدان‌وردګو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړې او ترمیم شوې

author avatar
19 May 2024 - 16:48
میدان‌وردګو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو ۱۶ شبکې جوړې او ترمیم شوې
author avatar
19 May 2024 - 16:48

میدان‌ښار (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو په پنځو ولسوالیو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۶ شبکو د ترمیم او جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د میدان‌وردګو ولایت مقام په یوه خپرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ملاتړ او د دغه ولایت د کليو پراختیا او بیارغونې ریاست تر چتر لاندې په سیداباد، چک، جغتو، نرخ او بهسود ولسوالیو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۶ شبکو جوړولو چارې بشپړې شوې.

د یادو پروژو ګټې اخیستنې مراسمو کې ‎د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده ویلي: «اسلامي امارت بیارغونې ته ژمن دی، د ولسونو اړتیاوو ته په کتو او انډولیز پرمختګ ته په پام سره په ټول هېواد کې پروژې پلې کوي.»

دغه راز د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي وحیدالله راشد ویلي: «په دغو پروژو کې ۹ پروژې ترمیم او پاتې ۷ پروژې نوې جوړې شوې دي چې یوه د امارت له بودجې او نورې د یونیسف په مالي لګښت جوړې او ترمیم شوې چې ټول ۱۵۱۲ کورونه، ۲۴ جوماتونه، ۴ مدرسې او ۴ ښوونځي له پاکو اوبو برخمن شوي دي.»

سرچینې لیکلي چې د میدان‌وردګو مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافط د یادو پروژو پلې کولو له امله د کلیو پرختیا او بیارغونې له سرپرست وزیره مننه او په دغه ولایت کې یې د ورته نورو پروژو پلې کېدو غوښتنه کړې ده.

Views: 32

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.