ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې د یوه ځوان مړی موندل شوی

کاپیسا کې د یوه ځوان مړی موندل شوی

author avatar
19 May 2024 - 15:38
کاپیسا کې د یوه ځوان مړی موندل شوی
author avatar
19 May 2024 - 15:38

محمودراقي (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې د یوه ۱۹ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.

د کاپيسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، د یاد ځوان مړی چې مقصود نومېده او د نجراب ولسوالۍ د خارج درې د تروري کلي اوسېدونکی و، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ د خارج‌درې د برې کلاني درې سیمه کې موندل شوی دی.

د هغه په خبره، لومړني معلومات ښیي چې دغه کس سېلابي اوبو یادې سیمې ته راوړی دی.

هغه زیاتوي، د یاد ځوان خپلوان پر چا کومه ادعا نه لري او تاییدوي چې ښايي سېلاب مړ کړی او دلته راوړی وي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.