ژبه

کاپیسا کې د یوه ځوان مړی موندل شوی

<p style="text-align: justify;">محمودراقي (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې د یوه ۱۹ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د کاپيسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وايي، د یاد ځوان مړی چې مقصود نومېده او د نجراب ولسوالۍ د خارج درې د تروري کلي اوسېدونکی و، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ د خارج‌درې د برې کلاني درې سیمه کې موندل شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د هغه په خبره، لومړني معلومات ښیي چې دغه کس سېلابي اوبو یادې سیمې ته راوړی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاتوي، د یاد ځوان خپلوان پر چا کومه ادعا نه لري او تاییدوي چې ښايي سېلاب مړ کړی او دلته راوړی وي.</p>

ورته موضوع