ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روغتیايي مسوولین: د مزارشریف حوزوي روغتون ته د رواني ناروغانو مراجعه ډېره شوې

روغتیايي مسوولین: د مزارشریف حوزوي روغتون ته د رواني ناروغانو مراجعه ډېره شوې

author avatar
19 May 2024 - 14:19
روغتیايي مسوولین: د مزارشریف حوزوي روغتون ته د رواني ناروغانو مراجعه ډېره شوې
author avatar
19 May 2024 - 14:19

مزارشریف (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون مسوولین وایي چې هره ورځ دغه روغتون ته پر رواني او عصبي ناروغیو اخته شاوخوا ۷۰ کسان مراجعه کوي چې د تېر په پرتله ډېروالی ښیي.

د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون د رواني او عصبي څانګې شیف سرویس حفیظ‌الله محبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه روغتون ته دوه کاله مخکې په ورځني ډول شاوخوا ۳۰ ناروغانو مراجعه کوله خو اوس یې شمېر په ورځني ډول شاوخوا ۷۰ کسانو ته رسېږي.

نوموړی زیاتوي: «پخوا امنیت ښه نه و، خلکو مراجعه نه شو کولای، خو اوس امنیت ښه شوی، له لرې ځایونو هم خلک روغتون ته راځي؛ ځکه یې شمېر ډېر شوی دی.»

هغه دغه راز وایي چې هره میاشت پر رواني او عصبي ناروغیو اخته شاوخوا ۴۰۰ ناروغان په دغه روغتون کې بستر کېږي او ټول خدمتونه ورته په وړیا توګه ترسره کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه روغتون په دوو (رواني او عصبي) برخو کې فعالیت لري چې عصبي برخه کې د نارینه او ښځینه‌وو شمېر یو شان خو په رواني برخه کې د ښځو شمېر یو څه اندازه ډېر دی.

په همدې حال یو شمېر ډاکټران د رواني ناروغیو لامل کورنۍ شخړې، جنګ او بې‌وزلي ګڼي.

د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون د رواني او عصبي څانګې ډاکټر اېمل‌شاه وایي چې رواني ناروغۍ ډېری د کورنیو شخړو، مهاجرت او بد اقتصادي وضعیت له‌امله رامنځته کېږي.

هغه زیاتوي، کله چې انسان بې‌اشتها شي، خوب ونه لري او یا هم سردردي ورته پیدا شي، باید ډاکټر ته مراجعه وکړي او د دې ناروغۍ له زیاتیدو دې مخنیوی وکړي.

بلخوا پر رواني ناروغیو اخته ناروغان او ناروغ‌لرونکي د مزارشریف حوزوي روغتون له خدمتونو خوښ دي.

په یاد روغتون کې یو ناروغ‌لرونکی محمدرضا وایي چې پلار یې پر عصبي ناروغۍ اخته دی خو روغتون ته له مراجعې سره د هغه په روغتیایي وضعیت کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

هغه په دغه روغتون کې له خدمتونو خوښي څرګندوي او وایي چې ډاکټران شپه او ورځ ناروغانو ته رسېدنه کوي.

پر رواني ناروغیو اخته یو ناروغ غلام‌رسول وایي چې له څه مودې راهیسې پر رواني ناروغیو اخته شوی دی.

هغه د خپلې ناروغۍ لامل بېکاري او بې‌وزلي ګڼي او له حکومته غوښتنه کوي څو خلکو ته د کارموندنې برخه کې پاملرنه وکړي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.