کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره لېدنه کې ویلي، د دوحې تېره ناسته نیمګړې وه او هیله یې ښودلې چې د راتلونکې ناستې په اړه د اسلامي امارت دریځ ومنل شي څو ګډون په کې وکړي.
د ریاستالوزرا سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د رییسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سیاسي او سولې چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روز ماري ډیکارلو او مل پلاوی سره وکتل.
سرچېنې لیکلي چې د ملګرو ملتونو مرستیالې په دغه لېدنه کې د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو له خوا جوړېدونکي درېیمه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه او ویې ویل چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرطونه درانه نه دي.
هغې هیله څرګنده کړې چې د اسلامي امارت پلاوی هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.
د هغې په خبره، د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو پراختیا او تعامل عادي کولو لپاره غوره فرصت وي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال هم په دغه ناسته کې ویلي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافیه حاکم دی، مسؤولین له نږدې له خلکو سره په تماس کې دي، د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره بنسټیزې هڅې روانې دي.
هغه ویلي چې دا مهال په حکومت کې ۸۵ زره مېرمنې په دندو بوختې دي او اسلامي امارت د مېرمنو په ګډون د مسلکي کادرونو استخدام ته ژمن دی.
سیاسي مرستیال زیاته کړې، د دوحې تېره ناسته د تنظیموونکو د ځینو تېروتنو له امله نیمګړې وه او هیله یې ښودلې چې راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه د اسلامي امارت دریځ ومنل شي څو په دې ناسته کې ګډون وکړي.
د هغه په خبره چې اسلامي امارت نه غواړي چې له نړۍوالو سره دې ستونزې رامنځته شي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو له خوا دوې ناستې شوې وې او د درېیمی جوړېدونکې ناستې د کره نېټې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن