Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغاني سرې میاشتې له قطر سره د سوري زړه ماشومانو درملنې برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه ۱۶۹ ماشومانو درملنې په موخه له قطر سره یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د سرې میاشتې ټولنې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌لیک د دې ټولنې د رییس مولوي مطیع‌الحق خالص او د قطر سرې میاشتې د مرستو برخې مدیر محمدصالح ابراهیم ترمنځ لاسلیک شو.

سرچینې زیاته کړه چې د دغه هوکړه‌لیک په ترڅ کې خالص له قطر د اوږدمهاله مرستو له امله مننه وکړه.

نوموړي له ټولو مرستندویه بنسټونو د سوري زړه ماشومانو درملنې غوښتنه وکړه.

د هغه په خبره، افغاني سرې میاشتې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې پر دې ناروغۍ اخته شاوخوا ۳۰۹۴ ماشومان د درملنې په موخه د هېواد دننه روغتونونو ته معرفي کړي دي.

دغه بنسټ زیاته کړې چې تر اوسه پر دې ناروغۍ اخته زرګونه ماشومان د درملنې لپاره منتظر دي.

سرې میاشتې له دې مخکې هم په کابل ښار کې څلورو روغتونونو ته د سوري زړه ۴۰ ماشومانو معرفي کو لو خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.