Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان سېلاب‌ځپلو لپاره د ترکیې مرسته مزارشریف ته راورسېده

مزارشریف (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره د بشري مرستو په دوام د ترکیې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې جوپه هم د بلخ مرکز مزارشریف ته رارسېدلې ده.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې یاده بشري مرسته پرون د ترکیې هېواد د سرکنسول له لوري د بلخ په مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې د اسلامي امارت مسوولینو ته وسپارل شوه.

د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې ۱۵ ټنه خوراکي، ۷ ټنه درمل او ۲ زره کمپلې شاملې دي چې له مزارشریفه بغلان ولایت ته واستول شوې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بغلان سېلاب‌ځپلو کورنیو لپاره د بلخ د والي له لوري یوه کمېټه ټاکل شوې او هڅه کوي مرستې راټولې کړي او یادو کورنیو ته یې واستوي.

د یادونې ده، په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولایت سلګونه اوسېدونکي مړه او ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.